انصار (دوشنبه، د میزان 3 مه)، دفاع وزارت وایي، په ختیځ زون کې د تصفیوي عملیاتو په پایله کې ۵۶میله سپکې او درنې وسلې نیول شوې دي.
د یاد وزارت پر ایکس پاڼه لیکل شوي چې په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، راکېټونه، کلاشینکوفونه، ام ۱۶ټوپک، تفنګچې، مارکول او ګن شمېر نور مهمات شامل دي.
د دې تر څنګ ولس ته ویل شوي چې که د بیت المان وسلې، وسایط او تجهیزات له هر چا سره وي، په خپله خوښه یې دې اړوندو ادارو ته وسپاري.
مخکې په نورو ولایتونو کې هم د ګڼو سپکو او درنو وسلو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27219
قرأ